کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نخود د دانې په څېر یوه داسې کوچنۍ آله جوړه شوې، چې په بدن کې د اکسیجن کچه معلوموي

د نخود د دانې په څېر یوه داسې کوچنۍ آله جوړه شوې، چې په بدن کې د اکسیجن کچه معلوموي

د عصري برښنایي توکو په مرسته اوسمهال یوازې د نخود د دانې په اندازه آله جوړه شوې، چې دغه آله به د بدن ژورو ته داخلېږي او د اکسیجن کچه به معلوموي او ترڅنګ به یې د بدن د غړو فعالیت او روغتیا هم لېدل کېږي.

له دې وړاندې یو بله مقناطیسي آله جوړه شوې وه، چې یوازې یو څو سانتي متره به نسجونو ته تله او اکسیجن به یې اندازه کاوه، خو دغه نوې آله د بدن ژورو ته ځي او څېړنه یې کوي.

ویل کېږي چې د کیلیفورنیا پوهنتون او برکلی ساینسپوهانو یو داسې وړوکی بې سیمه سانسور جوړ کړی، چې د عصبي سګنلونو او د عضلو فعالیتونه معلوموي او د التراساونډ په شکل د بدن معلومات بهر یوې آلې ته استوي، چې د عضلو د درد او د مرګي د ناروغۍ په پېژندلو کې هم مرسته کوي.

دغه آله څلور نیم ملي میتره اوږدوالي او پلنوالی یې یوازې درې ملي میتره دی او په داسې ډول جوړ شوی چې په نسجونو کې د اکسیجن اندازه معلومولی شي

موږ ټول په دې پوهېږو چې د بدن په ژورو کې د مختلفو کیفیاتو معلومول آسانه نه دي، په دې اړه استاد مایکل مهاربز وایي چې دوی په ډېره هوښیارتیا او ځیرکتیا سره یو داسې ځیرک سرکټ جوړ کړی چې د بدن د ژورو معلومات راټولوي.

دغه آله په څارویو ازمایل شوې او د نوو زېږېدلو ماشومانو ژوند هم ژغورلی شي، هغه ماشومان چې نوي زېږېدلي په مناسبه اندازه اکسیجن ورکول اړین وي، دغه راز له عملیاتو وروسته د پیوندکارۍ کیفیت، د سرطاني رسولیو کتنه او د نورو کیفیتونو په معلومولو کې هم مرسته کوي.

ویل کېږي چې دغه آله به په راتلوونکو مرحلو کې نور هم ښه شي او بدن ته به یې د لېږلو سیستم ته ښه والی ورکړي او په بدن کې به د تېزابیت، شکر او کاربن ډای اکساید کچه هم معلومه کړي.

دا هم ولولئ

وټساپ پر یو نوي او په زړه پوري فیچر یا آسانتیا کار پیل کړی

د پیغام رسونې مشهور اپلیکیشن وټساپ د اندراید کاروونکو لپاره نوی بیټا ویرژن رامنځته کړی …