کورپاڼه / روغتيا / د روژې په مبارکه میاشت کې ولې هره ورځ د مستو خوړل اړین وي؟

د روژې په مبارکه میاشت کې ولې هره ورځ د مستو خوړل اړین وي؟

د روژې په میاشت کې د نورو غوره او ښو خوړو ترڅنګ په ماښامي یا روژه ماتي او پیشلمي کې د مستو خوړل ډېر ګټور تمامېږي، ځکه چې مستې یوه بشپړه غذا ګڼل کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته په پیشلمي کې مستې وخوړل شي، نو د معدې لپاره ډېرې ګټورې تمامېدلی شي او په روژه کې یې استعمال د روغتیا لپاره اړین وي.

مستې چې پخپل جوړښت کې کلسیم لري یا د کلسیمو یوه ذریعه ده او کلسیم د هډوکو د پیاوړتیا لپاره ګټور وي او د مستو په استعمال سره کولمې له بکتریاوو پاکېږي او د هضم په سیستم کې آساني رامنځته کوي.

دغه راز د مستو په لیکټیک اسیدو کې انټي فنګل ځانګړتیاوې هم وي، چې د ویښتانو میکروبونه ختموي او پخه یا سپوروالی له منځه وړي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د مستو په غذایي توکو کې د شاملولو ترټولو آسانه طریقه داده چې بوره ور پکې واچوو او ویې خورو او د مختلفو مېوو سره یې هم استعمالولی شئ، دغه راز د شوړمبو په بڼه یې هم استعمال ګټور تمامېږي.

په مستو کې دوه یا درې څاڅکي د بادامو یا زیتونو تېل او یوه کاچوغه شات ورګډ کړئ او یاد ترکیب پر مخ ووهئ او تر پنځلس دقیقو یې پرېږدئ، له هغې وروسته ښه ووینځئ مخ به پاک، ښکلی او ګونځو په امان وي.

دا هم ولولئ

د فلج ناروغي، ډولونه او نښې، نښانې یې

ویل کېږي چې د فلج ناروغي په ټوله نړۍ کې د مړینې دریم لوی لامل …