کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د مرخېړو په جوړښت کې موجود مرکبونه د ژور خپګان لپاره ګټور وي

څېړنه: د مرخېړو په جوړښت کې موجود مرکبونه د ژور خپګان لپاره ګټور وي

د انګستاني ساینسپوهانو له لورې په یوه نوې څېړنه کې موندل شوي، چې په مرخېړیو کې موندل کیدونکي مرکبونه د ژور خپګان په له منځه وړلو کې اغېزناک رول لوبوي.

د ساینسپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي چې د مرخېړیو کې په جوړښت کې متحرک ساییکا ډیلیک مرکبونه په ډېره اندازه شتون لري، چې د ژور خپګان لپاره په هغه اندازه اغېزمن ګڼل کېږي لکه څومره یې چې ددې موخې لپاره درمل اغېزمن وي.

د سلوسایبن په نوم ماده چې د مرخېړیو په ساییکا ډیلیک مرکب کې شتون لري، د ژور خپګان ناروغان ددې ناروغۍ له سخت کیفیت څخه ژغوري.

د څېړنېز ډلې مشر رابن کارهرټ هیرس خبرداری ورکړی او ویلي یې دی چې په مرخېړیو د ژور خپګان ناروغان خپل درملنه نه کوي، ځکه شاید د دوی دا څېړنه ځینې نیمګړتیاوې ولري او خطرناک ثابت شي.

د یادولو وړ دی چې مرخېړي د نورو غذایي توکو ترڅنګ د ویټامین د ترلاسه کولو یوه ښه ذریعه هم ده، خو په عام ډول سره دغه خواړه د خلکو د خوښې وړ خواړه نه ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …