ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن د ډېرېدو له ستونزو سره زیات مخ کېږي، ځکه چې ټوله ورځ د روژې په سبب خوراک نه کوي او کله چې روژه ماتي ته کیني نو له اړتیا ډېره ډوډۍ خوري او په روژه ماتي کې ډېر خوراک کول د عامو ورځو په پرتله وزن ډېروي.
نن ورځ په همدې موخه درته د یوې داسې چکنۍ د برابرولو طریقه درښیو، چې له پیکوړو او سموسو سره یې په استعمال سره د وزن او کلیسترولو له ستونزو سره نه مخ کېږئ.
د چکنۍ د برابرولو ترکیب:
- شنه دڼیا، نعناع، شنه مرچک، هوږه، ادرک او لېمو به په ښه ډول ووینځئ.
-
ادرک او هوږه به سپینه او پاک کړئ، بیا یې پرې کړئ او له مرچک به هم ډنډر لېرې کړئ.
-
دا ټول شیان به په میکسر یا کوم بل شي کې واچوئ او دارچیني، انار دانه، کورکمن، تور مرچ، زڼکۍ، د لېمو اوبه، نیم پرې شوی بادرنګ او لږ غوندې اوبه به ور واچوئ او ښه به یې سره ګډ کړئ، نو چکني به تیاره شي.
له خرابېدو څخه څخه د ساتلو آسانه طریقه:
کله چې چکني جوړوئ، مالګه مه ور اچوئ کنه نو چکني به نرۍ شي، بلکې د خوراک پرمهال مالګه ور واچوئ او کله یې چې له لوښي را اخلئ په استعمال شوې کاچوغه یې مه را اخلئ او د تورې مالګې په استعمال سره تر څو ورځو پورې نه خرابېږي.