کورپاڼه / جالب / چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې ترڅو پخپلو منځو کې له ټکر کېدو څخه وژغول شي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د چین حکومت د ډنهوانګ د ښار په منګشا غره او په کریسنټ سپرنګ کې د اوښانو لپاره د ترافیکي اشارو په لګولو په دې برخه لومړنی هیواد وګڼل شو.

راپورونه زیاتوي چې ذکر شوي ځایونه د ساتیرۍ لپاره مشهور ځایونه او ګرځندویانو په دې سیمو کې په اوښانو د سوارۍ ډېر زیات مینوال دي او د ترافیکي اشارو هدف دادی ترڅو اوښان یو بل سره له ټکر کېدو څخه وژغورل شي.

دغه اشارې هم د نورو عامو اشارو په څېر کله چې شنه شي نو اوښ به له سرک څخه اوړي او کله چې سره شي نو درېږي به.

د یادولو وړ ده چې د منګشا غره ته (سندرې ویوونکې د شګو ډېری) هم ویل کېږي، ځکه کله چې په دې سیمه کې تېزه هوا لګېږي، نو د شګو له ډېری څخه د سندرو یا د ډول غږ پورته کېږي.

دا هم ولولئ

په امریکا کې یوه کوچنۍ ماشومه د سپږو له لاسه روغتون ته وړل شوې

د امریکا په ایډیانا ایالت کې یوه څلور کلنه ماشومه د سپږو له لاسه دومره …