کورپاڼه / جالب / د المان ځانګړې شمشتۍ؛ ځانګړتیا یې څه ده؟

د المان ځانګړې شمشتۍ؛ ځانګړتیا یې څه ده؟

تاسې به د لوبو په نړۍ کې ډېر داسې لوبغاړي لېدلي وي چې د سکیټ په تختې سره حرکت کوي یا د سکیټ په تختې منډه وهي، خو دا ځل یوې شمشتۍ یا کاسه کړب په دې برخه انسانان وروسته پرېښودل.

هو، په المان کې د لوبغاړو پرځای یوې غټې شمشتۍ د سکیټ د تختې په استعمال سره خلک حیرانه کړي. ویل کېږي چې شمشتۍ د سکیټ تخته ددې لپاره کاروله چې خپله یې حرکت نه شو کولی.

دغه سل کلنه شمشتۍ په دومره چل او هنر سره د سکیټ تخته استعمالوي، چې ټوله نړۍ یې له حیرانۍ سره مخ کړې.

د هیلمت په نوم دغه شمشتۍ د المان په یو ژوبڼ کې تر درملنې لاندې ده، ترڅو د بندونو ستونزه یې حل کړي او په حرکت راشي خو تر هغې چې رغېږي نو د سکیټ تخته به استعمالوي.

هیلمت د سکیټ پر تخته خپله خېټه اچوي او د پښو په مرسته پر تخته زور راوړي. بله لوري ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د شمشتۍ تصویرونه او ویډیوګانې ډېرې خوښې کړي دي.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …