کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په تېرو څلویښت کلونو کې په ځمکه څه بدلون راغلی؟

په تېرو څلویښت کلونو کې په ځمکه څه بدلون راغلی؟

د امریکا فضایي ادارې ناسا او ګوګل ځینې داسې ویډیوګانې خپرې کړي، چې له مخې یې په راتلوونکو لسیزو کې په ځمکه کې بدلونونه ښکاره کېږي.

د امریکا د فضایي ادارې ناسا او ګوګل له شرکت څخه موخه داده ترڅو خلک پر ځمکه د موسمي بدلونونو او د انسانانو له لورې له غورځېدلو اغېزو څخه خبر کړي.

د ګوګل ارت یا ځمکې له مخې لېدل کېږي چې په تېرو څو کلونو کې پر ځمکه څه بدلونونه رامنځته شوي، چې دا د ګوګل او د ګوګل ارت په تاریخ کې ترټولو ستر نوی والی ګڼل شوی دی.

بل لوري ته ناسا له ۱۹۸۴ راهیسي تر اوسه پورې شل میلونه تصویرونه اخیستي او په ویډیو کې یې لېدل کېږي چې په بېلابېلو سیمو کې څه ډول بدلونونه راغلي، یعنې ځنګلونه څه ډول ختم شوي او ښارونه په کوم خواره شوي دي.

د ګوګل ویاند وایي چې زموږ په سیاره کې له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې ځینې داسې بدلونونه راغلي چې مثال یې په انساني تاریخ کې نه لېدل کېږي

په دې ویډیو کې د دوبۍ پراخوالی لېدل کېږي او دا راښیي چې په تېرو اوه دیرشو کلونو کې دغه صحرا څه ډول په ښار بدله شوې.

په دې ویډیو کې د قطر مرکز دوحه لېدل چې دغه دښته څه ډول په ښار بدله شوې او انسانان پکې خواره شوي.

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …