کورپاڼه / روغتيا / د مړوند درد او سببونه یې

د مړوند درد او سببونه یې

ځینې کسان په داسې ورزشونو کې چې د لاسونه حرکت او استعمال پکې ډېر وي، د مړوندونو له سخت درد څخه مخ کېږي.

د مړوند سخت درد ممکن د مړوند او د شاوخوا د عضلو د کمزورتیا په سبب وي، ځکه چې د ډېرو خلکو په مړوند کې هغه ماده چې لاس ته خوځښت ورکوي، سختېږي چې بیا یې په سبب د ورزش پر وخت په لاس کې درد راپیدا کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په مړوند کې د نسجونو د کمزورۍ یا د پیاوړتیا نه شتون هم د مړوند د درد سبب ګرځي.

د مثال په توګه کله چې تاسې ورزش کوئ، نو د بدن ډېره برخه وزن پر مړوند راځي، نو که چېرته پکې لږه غوندې کمزوري هم رامنځته شي نو ډېر زیات فشار پرې واردېږي.

د نیویارک ښار اوسیدونکی ډاکتر سیم بیکورټني وایي چې ځینې نور لاملونه لکه د بندونو ستونزې، کارپل ټنل سنډروم هم په مړوند کط د درد د رامنځته کېدو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …