کورپاڼه / خپلواک / د پخواني لوبغاړي پر نيوکو انوشکا شرما سخته غصه شوې
انوشکا شرما

د پخواني لوبغاړي پر نيوکو انوشکا شرما سخته غصه شوې

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): د هند د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي مېرمن او نامتو هندۍ فلمي ستورې انوشکا شرما د پخواني کرکټ لوبغاړي فرخ انجنير په نيوکو او تورونو سخته غصه شوې ده، چې وروسته نوموړي کرکټر له هغې بخښنه هم وغوښته.

د هندۍ کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي فخر انجنير پر لوبډلمشر ويراټ کوهلي سختې نيوکې وکړې او وې ويل چې هغه تر حد زيات زور لري او د غوراوي کمېټه هم د هغه پر وړاندې بې وسه ده.

فرخ انجنير په خپله يوه مرکه کې وويل، چې ويراټ کوهلي يو ډېر طاقتور او زورور لوبډلمشر دى او د غوراوي کمېټه يې پر وړاندې هېڅ هم نه ده.

نوموړي تر دې پورې وويل، چې د نړيوال جام پر مهال د هند د غوراوي کمېټې يو غړي د هغه مېرمن انوشکا شرما پسې چاى ګرځولې.

((د نړيوال جام پر مهال له لوبډلې سره د غوراوي کمېټو يو غړى خو ما پېژانده هم نه، يو کس د هندۍ لوبډلې کميس اغوستى و او کله چې ما د هغه په اړه پوښتنه وکړه، نو راته وويل شول چې دا خو د غوراوي کمېټې غړى دى، چې يوازينى کار يې دا و چې انوشکا شرما پسې چاى وګرځوي.))

هغه د هند کرکټ اوسنۍ غوراوي کمېټه نا اهله وګرځوله او وې ويل چې دغه خلکو تراوسه ١٠ يا ١٢ لوبې هم نه دي کړي نو دوى بيا څنګه کولاى شي چې لوبډله غوره کړي؟

٨٢ کلن پخواني لوبغاړي په خپلو خبرو کې دليپ وينګسارکر د هند کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لپاره تر ټولو وړ کس وګڼلو.

بل لوري ته انوشکا شرما په خپل ټويټر پېغام کې په فرخ انجنير سختې نيوکې وکړې او وې ويل چې زما په تړاو دومره دروغ وويل شول، چې اوس هغه خلکو ته رښتيا ښکاري، زما خاموشۍ په تړاو خلکو غلط وکړ، خو اوس به زه دا هر څه ختم کړم.

هغه وايي، چې له ډېر وخت نه دا هر څه زغمم او زما له خاموشۍ خلک داسې فکر کوي، چې دا هر دروغ زما په تړاو ويل کېږي دا رښتيا دي، خو نور بس دى، زه هيچا ته دا اجازه نه ورکوم چې هغه دې زما نوم غلط استعمال کړي. انوشکا وويل، چې د چا خاموشي د هغه کمزوري مه ګڼئ.


نوموړې فرخ انجنير ته مشوره ورکړه، چې که په لوبډله، غوراوي کمېټې او يا هم کرکټ بورډ نيوکې کوې، نو په خلاص زړه يې وکړه، خو د هغې د خوندور کولو لپاره زما نوم مه اخله.

هغه زياتوي، چې که ته غواړې چې په کوم کس، کرکټ بورډ او يا هم زما پر خاوند تور ولګوې، نو اسناد وړاندې کړه، خو زما له نوم څخه ليرې واوسه.

د انوشکا شرما له دغه ټويټ وروسته فرخ انجنير په خپل يو ټويټ کې له انوشکا شرما بخښنه وغوښته او وې ويل، چې ما خو هسې يو څه خبرې کړې وې، خو رسنيو ترې بلا جوړه کړه.

د (ريپبلک ټلويزيون) د راپور په وينا، چې فرخ انجنير دوى ته وويل، چې انوشکا شرما بې ځايه په دغه کيسو کې راښکېل شوه، هغه يوه ډېره ښه نجلۍ ده. هغه همدا راز وويل، چې ويراټ کوهلي يو ډېر ښه او وړتيا لرونکى لوبډلمشر دى او همدا راز روي شاستري ښه روزونکى دى، رسنۍ هسې بېځايه دا خبرې دومره پورته پوته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …