کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان کې د نرښځيانو مدرسه، چې پکې نرښځيان ديني زده کړې کوي
نرښځيان

پاکستان کې د نرښځيانو مدرسه، چې پکې نرښځيان ديني زده کړې کوي

په پاکستان کې اوس يو نرښځي د نورو نرښځيانو لپاره مدرسه جوړه کړې ده، چې پکې دوى ته ديني زده کړې ورکول کېږي او له دې وروسته به په نرښځيانو کې هم ملايان راپېدا کېږي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، دا مدرسه د راني خان په نوم يو نرښځي په اسلام اباد کې جوړه کړې ده، چې پکې شاوخوا ٢٥ نرښځيانو ديني زده کړې هم پيل کړي دي.

٣٤ کلنه راني خان چې په اول په خپله هم نڅاګره وه، اوس يې نورو نڅاګرو ته د ديني زده کړو د ورکولو بار په خپل سر اخيستى دى.

راني خان له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې حکومت هم ورسره د مرستې ژمنه کړې ده، خو تراوسه پورې يې د مدرسې ټول کارونه د خپلې نڅا په پېسو ترسره کړي دي او لا هم په همدغه پېسو دا مدرسه روانه ده.

نوموړې وايي، چې په پاکستان کې چې کله د چا په کور کې کوم نرښځى اولاد پېدا شي، نو دوى يې له کور څخه شړي، چې هغوى بيا بې لارې کېږي، نو په همدې خاطر يې دا مدرسه جوړه کړې ده، چې د نرښځيانو د بې لارې کېدو مخه ونيسي.

راني خان هم د يو خوب ليدو نه وروسته دا مدرسه جوړه کړې ده، هغه وايي چې په خوب کې يې يو مړ نرښځى ليدلى و، چې هغه ورته وويل چې دا مدرسه جوړه کړي.

د يادولو وړ ده چې د راني خان په دې مدرسې کې نرښځيانو ته د ديني زده کړو تر څنګ د خياطۍ هنر هم ورزده کول کېږي، تر څو د نڅا نه پرته د پېسو ګټلو نورې لارې هم ورته برابرې شي.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …