کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص روژه ماتې کړې، خو علت یې داسې دی چې تاسو به یې هم وستایئ

په هند کې یو شخص روژه ماتې کړې، خو علت یې داسې دی چې تاسو به یې هم وستایئ

په هند کې یو شخص د دوو ښځو یا میرمنو د ژوند ژغورلو لپاره روژه ماته کړې، چې په همدې سبب په ټولنیزو رسنیو کې ډېر ستایل شوي.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ځوان دوه دیرش کاله عمر لري او نوم عقیل منصوري دی. ویل کېږي کله چې دوو ښځو لپاره چې په کورونا اخته وې، پلازما وغوښتله، نو نوموړي هم ددې نیک مقصد لپاره روژه ماته کړه.

راپور زیاتوي چې شپږ دیرش کلنې نرملا او دیرش کلنې الکا په نوم ښځو ته د ای مثبت پلازما ډېره سخته اړتیا وه، چې عقیل منصوري په داسې حالاتو کې رامخته شو، روژه یې ماته کړه او دواړو میرمنو ته یې پلازما ورکړه.

عقیل منصوري له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې موبایل ته یې پیغامونه یا میسجې راغې، چې له مخې یې ورنه غوښتنه شوې وه چې دوو میرمنو ته پلازما پکار ده، چې بیا یې سمدستي ځان روغتون ورساوه.

نوموړی زیاتوي چې روغتون په رسېدو یې دواړو میرمنو ته وینه ورکړه او دا له کورونا څخه د ښه وروسته څوم ځل دی چې خلکو ته د وینې پلازما ورکوي، بل لوري ته په رسنیو کې عقیل منصوري د خلکو له لوري ستایل او شاباسی پرې وایي.

دا هم ولولئ

په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي لپاره اوس هم خوشایه استعمالېږي

د روغتیایي کارپوهانو له خبرداري سربېره بیاهم په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي …