کورپاڼه / خبرونه / راشد خان يو ځل بيا د خپلې مور په ياد کې له غمه ډک پوسټ کړى
راشد خان

راشد خان يو ځل بيا د خپلې مور په ياد کې له غمه ډک پوسټ کړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې تېر کال يې مور مړه شوه، يو ځل بيا د خپلې مور په ياد کې يو له غمه ډک ټويټ کړى دى.

د راشد خان پلار لومړى له دې نړۍ رخصت شو، چې ورپسې يې تېر کال مور هم له نړۍ سترګې پټې کړې، نوموړى وخت نا وخت د خپلې مور او پلار په اړه په ټولنيزو رسنيو کې ليکل کوي.

تازه راشد خان د خپلو ورونو سره يو ګډ عکس خپور کړى دى، چې د مور قبر ته ولاړ دي او دعا ورته کوي. نوموړي دا عکس په ټويټر او انسټاګرام کې خپور کړى دى.

هغه له دې عکس سره ليکلي دي، چې دا يې لومړۍ روژه ده چې د مور پرته يې نيسي. هغه وايي، مور ورته ډېر څه ورزده کړي دي خو دا يې نه دي ورزده کړي چې له هغې بغېر څنګه ژوند وکړي.

راشد خان مخکې ليکي، زما ذهن اوس هم له هغې سره خبرې کوي او زړه مې هغه لټوي، خو زما روح پوهېږي چې هغه اوس په سکون کې ده. هغه زما لپاره د نړۍ تر ټولو خزانه ګرانبيه وه. مورې! زه له تاسره مينه کوم او يادېږې مې.


د يادولو وړ ده چې راشد خان اوسمهال په هند کې دى، چېرته چې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …