په نړۍ کې د اوږدو ويښتانو لرونکې نجلۍ چې نړيوال ريکارډ يې په خپل نوم کړى و، ١٢ کاله وروسته يې خپل ويښتان واړه يا غوڅ کړل.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند د ګجرات اوسېدونکې نيلانشي پټيل چې په ډېر کم عمر کې يې درې نړيوال ريکارډونه په خپل نوم کړي و، درې واړه نړيوال ريکارډونه يې د ويښتانو په تړاو و.
نوموړې وروستى نړيوال ريکارډ د ٢٠٢٠ کال د جولاى په مياشت کې جوړ کړى و، چې د هغې د ويښتانو اوږدوالى ٦ فوټه او ٦.٧ انچه و، خو اوس نوموړې ٩ مياشتې وروسته خپل ويښتان واړه کړل.
نيلانشي پټيل له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې زه نه پوهېږم چې د نويو ويښتانو سره به څه ډول ښکاره شم، خو زه دې ته ډېره لېواله يم او ويريږم هم.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دغه هندۍ نجلۍ چې د خپلو ويښتانو له لارې يې درې ځل نړيوال ريکارډ جوړ کړى و، د ويښتانو واړه کولو وروسته يې هغه چپ کړل او همدا راز مور يې د هغې د ويښتانو په ليرې کولو ډېره خوشحاله وه.