د پنجاب کنګز لوبډلې د چيناى سوپر کنګز پر وړاندې ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او چيناى ته يې د ١٠٧ منډو هدف وټاکه، چې ښايي په اسانۍ يې پوره کړي.
د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) اتمه لوبه د پنجاب کنګز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، په پيل کې چيناى پچه وګټله او لومړى يې پنجاب ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
پنجاب کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې شاه رخ خان ٤٧، جهي ريچارډسن ١٥، کريس ګيل او ديپک هوډا ١٠-١٠ منډې ترلاسه کړې.
همدا راز لوکيش راهول ٥، ماينک اګروال او نيکولاس پوران هېڅ منډې ترلاسه نه کړې. د چيناى سوپر کنګز له خوا بيا ديپک چاهار ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ١٣ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي وسوځول.
همدا راز سام کران، معين علي او ډواين براوو هم ١-١ ويکټ واخيستې. د ١٠٧ منډو هدف په تعقيب کې چيناى سوپر کنګز توپوهنه پيل کړې ده.