کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په څلورمه لوبه او لوبلړۍ کې سويلي افريقا ماته کړه
فخر زمان

پاکستان په څلورمه لوبه او لوبلړۍ کې سويلي افريقا ماته کړه

پاکستان په څلورمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم د سويلي افريقا لوبډله ماته کړه او د دې سره يې لوبلړۍ هم د ٣-١ سره په خپل نوم کړه.

د سويلي افريقا او پاکستان ترمنځ څلورمه نړيواله شل اوريزه لوبه په سينچورين کې ترسره شوه، چې په پيل کې پاکستان پچه وګټله او سويلي افريقا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سويلي افريقا په ١٩.٣ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې راسي وان در دوسين ٥٢ او جانيمن ملن ٣٣ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا فهيم اشرف او حسن علي ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣-٣ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز حارث روف ٢، محمد نواز او شاهين شاه اپريدي ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٤٥ منډو هدف د پاکستان لوبډلې په ١٩.٥ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٣ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه، چې تر څنګ يې لوبلړۍ هم وګټله.

د پاکستان له خوا فخر زمان ٦٠، محمد نواز ٢٥ ناسوځېدلې او بابر اعظم ٢٤ منډې وکړې. د سويلي افريقا له لوري ليزاد ويليمس او سيساندا مګالا ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …