کورپاڼه / بېلا بېل / په مسجد الحرام کې هره ورځ د زم زم ٢٠٠ زره بوتلونه وېشل کېږي
د زم زم اوبه

په مسجد الحرام کې هره ورځ د زم زم ٢٠٠ زره بوتلونه وېشل کېږي

په مسجد الحرام کې د روژې مبارکې مياشت کې هره ورځ د پېشلمي او روژه ماتي پر مهال ٢٠٠ زره بوتلونه د زم زم اوبه وېشل کېږي.

د عربي رسنيو د راپورونو په وېنا، د روژې په مياشت کې د عمرې کوونکو لپاره د زم زم اوبو رسولو ډېر ځانګړى بندوبست شوى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په بېلا بېلو برخو کې د زم زم اوبو لپاره پنځوس ځايونه جوړ شوي دي، چې پکې کوچني د اوبو بوتلونه وي او خلکو کې وېشل کېږي.

همدا راز د زم زم اوبه بيا په ګيلاسونو کې هم خلکو ته ورکول کېږي او د دې لپاره هم ځانګړي خلک ګمارل شوي دي، چې خلکو ته د زم زم اوبه ورسوي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا په دې حالاتو کې يوازې هغه خلکو ته د عمرې کولو اجازه ورکولو کېږي، چې هغوى د کورونا ضد واکسين کړي وي او که څوک پرته له اجازې د عمرې لپاره لاړ، نو هغه به لس زره رياله جريمه کېږي.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …