کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چيناى سوپر کنګز هم لومړۍ بريا خپله کړه
کريس ګيل او معين علي

چيناى سوپر کنګز هم لومړۍ بريا خپله کړه

چيناى سوپر کنګز ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د پنجاب کنګز لوبډله يې ډېرو منډو ته پرې نه ښوده او وروسته يې د ١٠٧ منډو هدف ډېر په اسانۍ پوره کړ چې لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د اى پي ايل اتمه لوبه چې د پنجاب کنګز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چيناى د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

پنجاب کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې شاه رخ خان ٤٧ او جهي ريچارډسن ١٥ منډې وکړې.

د چيناى سوپر کنګز له خوا بيا ديپک چاهار ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول، هغه په ٤ اورونو کې ١٣ منډې ورکړې او ١ مېډين اور يې هم وکړ.

د ١٠٧ منډو هدف د چيناى سوپر کنګز لوبډلې په ١٥.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې لومړۍ بريا په خپل نوم کړه.

د دوى له خوا معين علي ٤٦ او فاف ډوپلسي ٣٦ ناسوځېدلې منډې وکړې. د پنجاب کنګز له خوا بيا محمد شامي ٢، اردشيپ سينګ او موروګن اشوين ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ديپک چاهار ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې چيناى سوپر کنګز په خپله لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې وه، خو پنجاب کنګز بيا خپله لومړۍ لوبه ګټلې وه او دويمه کې يې ماتې وخوړه.

تراوسه پورې په اى پي ايل کې ټولو لوبډلو ٢-٢ لوبې ترسره کړې دي، چې رايل چېلنجرز بېنګلور يوازينۍ لوبډله ده چې خپلې دواړې لوبې يې ګټلې دي، خو سنرايزرز حېدراباد بيا په دواړو لوبو کې ماتې خوړلې ده.

سبا د اپريل په ١٧مه نېټه به د اى پي ايل نهمه لوبه د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

دا هم ولولئ

انګلستان

انګلستان: لوبغاړي دې د لیګونو پر ځای ملي لوبډلې ته لومړیتوب ورکړي

د برېتانيې ځینو رسنیو ادعا کړې ه، چې د انګلستان کرکټ بورډ له لوبغاړو څخه …