د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د نړۍ د تر ټولو ستر هوټل کارونه بشپړ شوي دي او دا هوټل به ډېر ژر پرانيستل شي، چې له هغه وروسته به د خلکو پر وړاندې خلاص شي.
د عربي رسنيو د راپورونو په وېنا، په دوبۍ کې د نړۍ د تر ټولو ستر هوټل پرانيسته ډېر ژر کېږي، دا تر ټولو ستر هوټل ٨٢ پوړونه لري.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دې هوټل نوم سيئل دى، چې د دوبۍ په مرينا کې جوړ شوى دى، په دې هوټل کې ١٢٠٩ کوټې دي چې له هر سهولت څخه برخمنې دي.
د دې هوټۍ څخه د دوبۍ مرينا، د پام جميرا او د عرب خليج برخه ليدل کېږي، چې ډېره ښکلې او په زړه پورې ننداره ده، په هوټل کې مېشت خلک به دا ننداره وکولاى شي.
د دې هوټل يا سئيل ټاور ډيزاين د تعميرونو مشهور او مخکښ ډيزاينر انجنير يحيى جان جوړ کړى دى، چې هغه په دې برخه کې ځانګړى مهارت لري.