کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پريټي زنټا د خپلې لوبډلې له ماتې وروسته د کوم لوبغاړي ستاينه وکړه؟

پريټي زنټا د خپلې لوبډلې له ماتې وروسته د کوم لوبغاړي ستاينه وکړه؟

تېره ورځ په اى پي ايل کې د پنجاب کنګز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې پنجاب کنګز ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او په ځواب کې يې د ١٠٧ منډو هدف چيناى سوپر کنګز پوره کړ او په لوبه کې يې بريا خپله کړه.

د پنجاب کنګز لوبډلې مالکې او مشهورې اداکارې پريټي زنټا هم د خپلې لوبډلې له ماتې وروسته په ټويټر کې يو ټويټ کړى دى او ځينې خبرې يې له مينه والو سره شريکې کړې دي.

پريټي زنټا ليکلي دي، چې نن شپه زموږ نه وه، خو ځينې مثبتې خبرې هم وې. هغه وايي، چې SRK يعنې شاه رخ خان تر فشار لاندې ښه لوبه ترسره کړه او توپ اچونکو هم خپله وړتيا ښکاره کړه.

نوموړې مخکې ليکي، ښه خبره دا ده چې مخکې لاړ شو او دا هر څه شاته پرېږدو. ډېر داسې څه و چې بايد له نننۍ شپې څخه مو زده کړې وي. چيناى سوپر کنګز ډېره ښه لوبه وکړه.


د يادولو وړ ده چې شاه رخ خان يو ځوان هندى لوبغاړى دى چې د پريټي زنټا په لوبډله پنجاب کنګز کې لوبېږي او په پرونۍ لوبه کې يوازينى توپوهونکى و چې ښه توپوهنه يې ترسره کړه او ٤٧ منډې يې وکړې.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …