لس نفره یوځای حضرت علي رضي الله عنه ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه چې، په علم او دولت یې کوم یو لوړ یا غوره دی؟ د مهربانۍ له مخې ټولو ته بېل بېل ځوابونه ورکړه.
حضرت علي رضي الله عنه هغه کسانو ته د یوې پوښتنې لس ځوابه ورکړل، چې په لاندې ډول یې بیانوو:
-
دولت د فرغونیانو میراث دی او علم د انبیاء ډالۍ ده.
-
د دولت حفاظت او ساتنه به تاسې کوئ او علم ستاسې ساتنه کوي.
-
چاسره چې دولت یا شتمني وي نو د هغه ډېر دښمنان هم وي خو چاسره چې علم وي د هغه بیا دوستان ډېر وي.
-
که چېرته دولت وویشل شي کمېږي خو که علم وویشل شي زباتېږي.
-
دولت من یا شتمن سړی د کنجوسۍ پر لور ځي او عالم سړی د برکت په لور
-
دولت یا شتمني غلا کېدلی شي خو علم نه شي غلا کېدلی
-
دولت یا شتمني محدوده وي او حساب یې کېدلی شي، خو علم نامحدود وي هیڅ انتها نه لري.
-
دولت یا شتمني د وخت په تېرېدو کمېږي خو علم هیڅکله نه کمېږي.
-
دولت د ډېرو کسانو په دماغو او زړه تیاره خوروي خو علم یې دماغ او زړه روښانوي.
-
دولت یا شتمنۍ د فرغون او نمرود پیسې د خدایۍ دعوه کوونکي پیدا کوي خو علم انسان له رښتینۍ معبود سره ور پېژني.