روغتیایي کارپوهان د برګر مینوالو ته د احتیاط لارښوونه کړې او ویلي یې دي چې د پروسیس شوې غوښې په خوړلو سره د زړه د ناروغیو خطر ډېرېږي او دغه خبرداری یې له یوې څېړنې وروسته ورکړی دی.
ویل کېږي چې په دې څېړنه کې یې شل زره کسان تر څېړنو لاندې نيولي ول او د پایلو له مخې یې څېړونکو وویل، هغه کسان چې د کیمیاوي توکو په وسیله پروسیس شوې غوښه ډېره استعمالوي، په وینه کې یې د میتابولیټ کچه ډېرېږي.
کله چې په وینه کې د میتابولیټ کچه لوړه شي نو د زړه د بېلابېلو ناروغیو خطر ورسره ډېرېږي. د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې څېړنو هم د سرې غوښې استعمال د زړه لپاره زیانمن ګڼلی و.
په سره غوښه کې د غوا، غوایي، مېږې، پسه او د هوسۍ غوښه شامله ده، خو د چرګ، مرغاوۍ د نورو ښکار کړو الوتونکو غوښه په دې لیست کې نه ده شامله.
ویل کېږي چې د پروسیس شوې یا له وړاندې د تیارې شوې غوښې په استعمال سره د زړه روغتیا خرابېږي او د شکر دویم ډول ناروغي رامنځته کولی شي. څېړونکې ډلې دا هم ویلي هغه کسان چې سره غوښه نه استعمالوي د نورو په پرتله یې د مړینې خطر هم کم یا لږ و.