کورپاڼه / هنر او کلتور / سنجی لیلا بنسالي له دپیکا سره له کار کولو انکار وکړ

سنجی لیلا بنسالي له دپیکا سره له کار کولو انکار وکړ

د بالیووډ د فلمونو لارښود یا جوړونکي سنجی لیلا بنسالي د اداکارې یا هنرمندې دپیکا پاډوکون د غوښتنې سربېره بیاهم له نوموړې سره له کار کولو انکار وکړ.

د بالیووډ مشهور لارښود یا فلم جوړونکي سنجی لیلا بنسالي له اداکارې دپیکا پاډوکون سره په (رام لیلا)، (باجي راو مستاني) او د (پدماوت) په څېر په بریالیو فلمونو کې کار کړی، خو دا ځل یې په (ګنګو بایي کاتیاواري) فلم د نوموړې پرځای عالیه بټ انتخاب کړې ده.

راپورونه زیاتوي چې سنجی لیلا او دپیکا ترمنځ ځینې ستونزې راپورته شوي او په دې وروستیو کې دپیکا غوښتل چې نوی فلم یې (دروپدي) سنیجی لیلا جوړ کړي، ځکه چې نوموړی دا ډول په ډېر ښه ډول سره جوړوي.

ویل کېږي کله چې یې له سنجی لیلا بنسالي سره اړیکه ونیوله نو په دې فلم کې یې له کار کولو انکار وکړ، نوموړی د (دروپدي) فلم جوړونکي او دپیکا ته ځواب ورکړ چې د خوښې په (ګنګو بایي) او (بجو باورا) فلمونو باندې کار کوي.

بل لوري ته سنجی لیلا بنسالی د خپل فلم (ګنګو بایي کاتیاواري) لپاره چې کله دپیکا سره په اړیکه کې شو، نو دپیکا یې هم غوښتنه ونه منله او ددې سربېره بنسالي له دپیکا څخه پخپل ویب لړۍ (هیرا منډي) کې د کار کولو غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه یې هم ور رد کړه.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …