کورپاڼه / جالب / یوې کورنۍ په دریو کلونو کې اتلس ځلې کور بدل کړ، خو لامل یې داسې دی چې واده کړي کسان به له خندا شنه کړي

یوې کورنۍ په دریو کلونو کې اتلس ځلې کور بدل کړ، خو لامل یې داسې دی چې واده کړي کسان به له خندا شنه کړي

په هند کې یوې ښځې او خاوند په تېرو درې کلونو کې اتلس ځلې کور بدل کړ او د کورونه بدلول یې داسې لامل لري چې په اورېدو به یې له خندا شنه شئ.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ښځه او خاوند د هند د مدیاپردیش ایالت د بوپال اوسیدونکي دي او دغه ښځه له سور پری (کاکروچ) څخه دومره وېرېږي، چې په یو کور کې یې وویني نو بیا هلته په مرګ هم نه پاتې کېږي او خاوند یې هم له مجبورۍ کور بدل کړي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دې جوړې په ۲۰۱۷ کال واده وکړ او له هماغه وخته په دوامداره توګه کور بدلوي، خو بل لوري ته د ښځې خاوند نور د خپلې میرمنې له وېرې عاجزه ده او ویلي یې دي: (( نور تنګ شوی یم او غواړم چې خپلې میرمنې ته طلاق ورکړم، ځکه چې نور نه غواړم چې د خلکو ترمخ دې شرمنده شم، لومړی ځل مې میرمن له واده څو میاشتې وروسته په ۲۰۱۸ کال په پخلنځي کې سور پری ولید او دومره په زور یې چغې کړې چې ګاونډیان یې راباندې راټول کړل او له هغې وروسته به پخلنځي ته نه تله او ضد یې ونیو چې کور بدل کړه))

نوموړی زیاتوي: ((تر اوسه مې اتلس ځله کور بدل کړی او څو ځلې مې میرمن اروایي ډاکترانو ته بوتله، خو د سور پری څخه د وېرې نوم هم نه اخیست)).

بل لوري ته ښځې پخپل خاوند تور پورې کړی چې خاوند یې په ستونزه سر نه خلاصوي بلکې دې ته د رواني ناروغۍ خطاب کوي.

دا هم ولولئ

په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي لپاره اوس هم خوشایه استعمالېږي

د روغتیایي کارپوهانو له خبرداري سربېره بیاهم په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي …