کورپاڼه / جالب / د عقل غاښ راختل ولې د درد لامل ګرځي او د عقل د غاښ اړتیا څه ده؟

د عقل غاښ راختل ولې د درد لامل ګرځي او د عقل د غاښ اړتیا څه ده؟

یو انسان څومره غاښونه لري؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې ډېری کسان یې په ځواب کې همدا یوه خبره کوي چې انسان دوه دیرش غاښونه لري، خو دغه شمېر هغه وخت پوره کېږي کله چې ټول د عقل غاښونه هم راوخېژي.

یعنې له اوولس کلنۍ څخه تر پنځه ویشت کلنۍ پورې په خوله کې اخري څلور غاښونه راخېژي، خو که ځینې کسان یې ونه لري بیاهم د غاښونه شمېر یې دوه دیرش وي.

د یادولو وړ که چېرته انسان د عقل غاښونه ونه لري بیاهم له کومې ستونزې سره نه مخ کېږي، بلکې په عام ډول د غاښونو را ختل یو دردوونکي حالت وي، خو پوښتنه داده چې سره له دې چې دغو غاښونو ته اړتیا هم نه لرو نو بیا ولې راخېژي؟

په حقیقت کې دغه غاښونه هغه وخت اغېزمن تمام شول، کله چې انسان اور نه و ایجاد کړی، ډوډۍ پخول یې نه ول پیل کړي، نو ددې غاښونو په مرسته به یې خامه غوښه او سخت سبزیجات په آسانۍ خوړل او همدا سبب دی چې له بلوغت وروسته راخېژي.

د عقل د غاښونو د راختلو پرمهال په خوله کې دومره ځای نه وي چې دغه غاښ دې ور پکې ځای شي چې د راختلو پرمهال لږ کوږ هم وي او د سخت درد لامل هم کېږي او ترڅنګ د غاښونو نورې ستونزې هم رامنځته کېږي.

خو که چېرته په ژامه کې ځای وي نو بیا د دغه غاښ په راختلو سره درد نه وي، خو که بیاهم ستونزه وه نو ایستلی شئ او دا کار ډېر دردوونکی دی. ددې غاښ بله ګټه داده که چېرته په ماشومتوب کې مو کوم غاښ لوېدلی وي دا یې تشه ډکوي.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …