کورپاڼه / خپلواک / د سریلانکا په یو موزیم کې د شهزاده فلیپس (۸۶) کاله پخواني موټر د خلکو پام ځانته اړولی

د سریلانکا په یو موزیم کې د شهزاده فلیپس (۸۶) کاله پخواني موټر د خلکو پام ځانته اړولی

د انګستاني د ملکې دویمې ایلزبت خاوند شهزاده فلیپس چې په دې وروستیو کې مړ شوی، د سریلانکا په موزیم کې یې ایښودل شوي شپږ اتیا کلن پخواني موټر د خلکو توجه ځانته اړولې ده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سریلانکا د سمندر تر څېرمه په یو موزیم کې شپږ اتیا کاله پخواني موټر د خلکو پام ځانته اړولې. ویل کېږي چې دغه موټر د شهزاده فلیپس استعمال کړی موټر دی چې د سنجیو ګارډینر پلار په ۱۹۵۰ کال شهزاده فلیپس ته اخیستی و.

سنجیو ګارډینر پخپله فیسبوک پاڼه د موټر تصویر خپور کړی او لیکلي یې دي چې زما پلار دغه موټر شهزاده فلیپس ته یو اتیا کاله وړاندې اخیستی و او اوسمهال دغه موټر زما د هوټل پع موزیم کې ساتل کېږي.

شهزاده فلیپس چې د موټرو سر سخت مینوال و په ۱۹۴۰ کال یې په کولمبو کې د بریتانیې د سمندري ځواکونو سره د دندې پرمهال ۱۹۳۵ ماډول معیاري ناین موټر په دولس پونډو اخیستی و او له کولمبو څخه یې ۲۶۰ کیلومبتره لېرې د ترینوکلیسي سمندري هډې پورې چلولی و.

سنجیو ګارډینر وایي چې هوټل ته راتلوونکي ټول میلمانه دغه موټر خوښوي او د شهزاده فلیپس له مرګه وروسته یې مینوال ډېر شوي او هره ورځ ډلې ډلې خلک یې لېدو ته راځي.

دا هم ولولئ

غوږ او پوزه

نجونې پوزه او غوږونه ولې سوري کوي؟ د ښکلا تر څنګ ګټې هم لري

په اسيايي هېوادونو کې له پېړيو راهيسې د نجونو يا ښځو د پوزې او غوږونو …