کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل: حېدراباد نن له ممبۍ سره لوبېږي، ايا حېدراباد به لومړۍ بريا خپله کړي؟
راشد خان او هارديک پانډيا

اى پي ايل: حېدراباد نن له ممبۍ سره لوبېږي، ايا حېدراباد به لومړۍ بريا خپله کړي؟

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې نن د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد ترمنځ لوبه ترسره کېږي، چې دا عمومي ٩مه لوبه ده، خو د دواړو لوبډلو بيا دريمه لوبه ده.

ممبۍ انډينز تراوسه پورې په يوه لوبه کې بريا خپله کړې ده، خو سنرايزرز حېدراباد بيا کومه بريا نه ده ترلاسه کړې او هڅه به کوي چې په خپله دريمه لوبه کې لومړۍ بريا خپله کړي.

راشد خان په دواړو لوبو کې ښه توپ اچونه وکړه، همدا راز په لومړۍ لوبه کې محمد نبي او په دويمه کې بيا جېسن هولډر ولوبېدل، خو حېدراباد ته چا بريا ورپه برخه نه کړه.

تېر ٢٠٢٠ کال کې چې کله دواړه لوبډلې سره مخ شوې وې، نو په لومړۍ لوبه کې ممبۍ انډينز د ٣٤ منډو په توپير او په دويمه لوبه کې بيا سنرايزرز حېدراباد د ١٠ منډو په توپير بريا خپله کړې وه.

احتمالي نوملړونه:

ممبۍ انډينز: روهيت شرما (لوبډلمشر)، کوانټين ډي کوک، سوريا کمار يادو، ايشان کشن، هارديک پانډيا، کرونال پانډيا، کرونال پولارډ، مارکو جانسين، راهول چاهار، جسپريت بومرا او ټرينټ بولټ.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، وريديمان ساها، منيش پانډى، جوني بيريسټو، عبدالصمد، جېسن هولډر، ويجى شنکر\ابيشيک شرما، راشد خان، بوينشور کمار، شهباز نديم او ټي ناټاراجن.

دا هم ولولئ

راشد خان (2)

اى پي ايل: حېدراباد نن د کلکتې پر وړاندې لوبېږي، راشد به ولوبېږي، خو د نبي او مجيب چانس نه ښکاري

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې نن دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او …