کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پاکستان دولتي هوايي شرکت پيلوټانو او کارمندانو ته امر کړى چې روژې به نه نيسي
پي اى اې الوتکه

د پاکستان دولتي هوايي شرکت پيلوټانو او کارمندانو ته امر کړى چې روژې به نه نيسي

د پاکستان د دولتي هوايي شرکت (پي اى اې) مسوولينو ټولو پيلوټانو او د الوتکو نورو کارمندانو ته امر کړى دى، چې د روژې په روانه مياشت کې دې د روژې له نيولو څخه ډډه وکړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پي اى اې له خوا ټولو پيلوټانو او نورو کارمندانو ته لارښوونه شوې ده، چې هغه پيلوټان او نور کارمندان چې غواړي روژې ونيسي، نو هغوى دې رخصت وکړي او کورونو ته دې لاړ شي.

په راپور کې زياته شوې ده، هغه پيلوټان او کارمندان چې دنده کوي، هغوى ته اجازه نشته دى چې روژه ونيسي، که چېرته کوم پيلوټ يا کارمند روژه نيولې وه، نو له دندې څخه به ليرې کېږي.

د پاکستان هوايي دولتي شرکت له خوا ويل شوي دي، چې د هوايي سفر پر مهال خواړه ډېر مهم دي او د روژې نيولو له امله به پيلوټان او کارمندان ونه شي کولاى چې په سمه توګه خپله دنده ترسره کړي او دوى ته د مسافرو روغتيا تر هر څه مهمه ده.

د پي اى اې وياند پاکستاني رسنيو ته دا هم ويلي دي، چې په ډېرى اسلامي هېوادونو کې پيلوټانو ته د روژې نيولو اجازه نشته، نو ځکه دوى هم په پيلوټانو د روژې نيولو بندېز لګولى دى.

دا هم ولولئ

سبا اختر دی

وزیرستان کې میاشت ولیدل شوه، سبا اختر دی

د شمالي وزیرستان په حېدرخیل سیمه کې تر ۲۰ زیاتو کسانو د شوال میاشت لیدلې …