کورپاڼه / بېلا بېل / د کورونا وطنۍ درملنه؛ د روغتيا وزير زهر لرونکي درمل وڅښل
د روغتيا وزير

د کورونا وطنۍ درملنه؛ د روغتيا وزير زهر لرونکي درمل وڅښل

د کرغزستان د روغتيا وزير د خبري ناستې پر مهال د بوټو څخه جوړ شوي زهر له دې امله وڅښل، چې ويل يې دا د کورونا درملنه ده.

د نړيوال ورسنيو د راپورونو په وېنا، د جمعې په ورځ د کرغزستان د روغتيا وزارت اعلان وکړ، چې د زهر لرونکو بوټو څخه يې داسې درمل جوړ کړي دي، چې د کورونا درملنه کوي. دوى ادعا کوله، چې تېر کال د کرغزستان ولسمشر په زندان کې د دې زهر لرونکي بوټي په مرسته د زرګونو کسانو درملنه کړې او هغه ټول رغېدلي و.

د روغتيا وزير الميکادر بيشناليف په خبري ناسته کې له دې ادعا وروسته چې دا کورني درمل د کورونا درملنه کوي، د زهرو دغه بوتل يې هم په خبري ناسته کې وڅښه.

ايکونايټ

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا د ايکونايټ په نوم زهر لرونکى بوټى دى، چې د روغتيا وزير يې په اړه خبريالانو ته ځانګړنې هم وويلې او دا يې هم وويل چې د روغتيا لپاره هېڅ تاوان نه لري.

هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې دا بايد تاسې تاواده تاوده وڅښئ او هغه ناروغ چې د کورونا ټېسټ پايله يې مثبته راغلي وي، هم په درې ورځو کې دننه رغوي.

ايکونايټ ١

روغتياپالان بيا د ايکونايټ زهر لرونکي بوټي په اړه وايي، چې په دا په ډېرو درملو کې کارول کېږي، خو د انساني روغتيا لپاره د دې کارول ډېر خطرناک هم دي.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …