کورپاڼه / خپلواک / شاه رخ خان په (سنکي) فلم کې کار کوي
شاه رخ خان

شاه رخ خان په (سنکي) فلم کې کار کوي

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو نامتو ستوري شاه رخ خان راروان فلم به د (سنکي) په نوم وي، چې ښايي ډېر ژر يې اعلان هم وشي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هندي سينما نامتو ستورى شاه رخ خان په (سنکي) فلم کې کار کوي. نوموړي تر دې مخکې د انند ايل راى په فلم (زيرو) کې کار کړى و، که څه هم دغه فلم ناکامه شوى و، خو بيا داسې خبرونه و چې شاه رخ خان به د فضا ته تلونکي راکېش شرما په ژوند باندې په جوړېدونکي فلم کې کار وکړي، خو وروسته وويل شول چې شاه رخ خان له دغه فلم نه ځان ويستى دى.

د راپورونو په وينا، ويل کېدل چې د فرحان اختر په راروان فلم (ډان ٣) کې به شاه رخ خان کار وکړي، خو دغه فلم هم د ځينو ستونزو له امله پاتې شو. ويل کېږي چې شاه رخ خان به د نومبر په دويمه نېټه، د خپلې کليزې پر مهال د خپل نوي فلم اعلان وکړي.

خو هندي رسنۍ په خپلو راپورونو کې ليکي، چې تر هغه مخکې رسنيو ځينې معلومات ترلاسه کړي دي، چې شاه رخ خان د تامل او تيلګو فلمونو فلم جوړونکي ايټلي سره دا ځل يو ځاى کار کوي.

ويل کېږي چې د شاه رخ خان او ايټلي د راروان فلم نوم به (سنکي) وي، دا به يو خوندور فلم وي او شاه رخ خان به پکې بېخي په يو نوي ډول کې راښکاره شي.

د يادولو ده چې شاه رخ خان به سبا د نومبر په دويمه نېټه خپله کليزه لمانځي، په دغه مهال به هغه له خپلو مينه والو سره د خپل نوي فلم په اړه معلومات شريک کړي او ښايي له هغه وروسته ژر د فلم په ثبت کار هم پيل کړي.

دا هم ولولئ

مدينه

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وروستی صحابي څوک او کله وفات شو؟

صحابي هغه شخص ته ویل کېږي، چا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل …