کورپاڼه / جالب / هند کې نوماندانو خپل ټاکنیز پوسټرونه په کوچه ډبو سپیو لګولي

هند کې نوماندانو خپل ټاکنیز پوسټرونه په کوچه ډبو سپیو لګولي

د هندوستان په اترپردیش ایالت کې د وروستیو ټاکنو پرمهال نوماندانو خپل ټاکنیز پوسټرونه پر کوڅه ډبو سپیو لګولي ترڅو د دوی پیغام تر ډېرو خلکو پورې ورسوي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د اترپردیش ایالت د رایی بریلي او بالیا له ولسوالیو دوو نوماندانو ددې لپاره چې پیغام یې تر ډېرو خلکو ورسېږي، سپي یې هم ونه بخښل او خپل ټاکنیز پوسټرونه یې پرې ووهل.

تېره اوونۍ پر ټولنیزو رسنیو داسې عکسونه خپاره شوي ول، چې ډېرو خلکو یې په لېدو د زړه بړاس وویست او نوماندانو هم د خپل کمپاین له بریالیتوبه خوښ ول، خو د حیواناتو ساتونکو ادارې پر نوماندانو نېوکي او ویلي یې دي چې انسانان سره نه ښیي چې د خپل ځانونو د شهرت لپاره له حیواناتو په دومره بې دردۍ سره ګټه واخلي.

د حیواناتو د حقوقو یو فعال غړی رینا میشرا پوښتي چې: ((که چېرته یو نوماند ته په خوله د هغه خپل ټاکنیزه نښه ولګول شي او په ټول ښار کې وګرځول شي، نو څه ډول احساس به وکړي؟))

ځینو کسانو بیا له پولیسو غوښتي چې دا ډول خلک دې په ناوړو کارونو سره ونیول شي، ترڅو د اخلاقو په دایره کې د کمپاین دوره بشپړه کړي.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …