کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: که چېرته د ډېر عمر لرونکي اشخاص د کور کارونه وکړي، دماغي روغتیا به ښه وي

څېړنه: که چېرته د ډېر عمر لرونکي اشخاص د کور کارونه وکړي، دماغي روغتیا به ښه وي

که چېرته تاسې د کور مشر یا د ډېر عمر لرونکي یئ نو خپل د کور کارونه وکړئ او که چېرته مو د کور کوم بل غړی د ډېر عمر لرونکي وي، نو هغوی ته د کور کارونه وسپارئ، ځکه چې په دې ډول یې دماغي روغتیا ښه والی مومي.

له یوې وروستۍ څېړنې څخه معلومه شوې که چېرته د ډېر عمر لرونکي کسان د کور کارونه په ښه زړه سره ترسره کړي، نو د دماغو حجم یې د زړښت سربېره بیاهم هماغسې پاتې کېږي او د دماغو د روغتیا، حافظې او د ذهني فعالیتونه سبب هم ګرځي.

ساینسپوهان له وړاندې په دې پوهېدل چې ورزش پر دماغو مثبتې اغېزې کوي، خو له دې څېړنې د لومړي ځل لپاره معلومه شوه چې د کور د کارونو ترسره کول هم زموږ پر دماغو هماغه شان اغېزې پرېباسي.

د څېړونکې ډلې مشر نواه کوبلنسکي وایي، په ښکاره ډول د کور غیر اړین کارونه هم په زړو ښځو او نارینه کې د ډیمنشیا او د ماغي ستونزو د کمولو د طریقې په ډول سره استعمالېږي.

ویل کېږي چې په دې کې یې شپږ شپېته داسې زاړه تر څېړنط لاندې نېولي ول چې په دماغي لحاظ جوړ ول، درې ځلې روغتون ته وبلل شول، د هغوی د روغتیا او دماغي جوړښت تصویرونه یې وویستل او ذهني وړتیاوې یې په نښه کړې.

او په دې دوران کې یې له څېړل شوو کسانو د کورنیو کارونو په اړه هم پوښتنې وشوې او هغه کسانو چې تر ډېره یې د کور کارونه کول د هغوی په پرتله یې د دماغو حجم ډېر و چې د کور کارونه یې نه ترسره کول او د حافظې او زده کړو وړتیا یې هم ډېره وه.

له دې وروسته څېړونکو وویل چې زاړه یا د ډېر عمر لرونکي کسان دې د خپلې دماغي روغتیا لپاره کورونه کارونه ترسره کړي، ځکه چې دا یې د دماغو لپاره ډېر ګټور وي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …