کورپاڼه / هنر او کلتور / امیتاب بچن وایي چې خپل زوی ابیشیک بچن ویاړ کوي

امیتاب بچن وایي چې خپل زوی ابیشیک بچن ویاړ کوي

د بالیووډ د فلمونو افسانوي اداکار یا هنرمند امیتاب بچن ویلي چې پخپل زوی او اداکار یا هنرمند ابیشیک بچن ویاړ کوي.

د بالیووډ د لوی اداکار امیتاب بچن زوی ابیشیک بچن د بالیووډ په ډېرو فلمونو کې کار کړی دی، چې ځینې فلمونه یې بریالي او ځینې یې ناکام شوي هم دي.

د ابیشیک بچن په اړه ځینې کسان نظریات ورکوي چې نوموړی نه په ښو اداکارانو کې شمېرل کېږي او نه یې د بدو په نوملړ کې شاملوي، یعنې په فلمي صنعت کې یې د بخت ستوری هغسې ونه ځلیده، لکه څنګه یې چې هیله کېده.

د رسنیو د راپورونه له مخې ویل کېږي چې د ابیشیک بچن (دی بیګ بول) فلم څو ورځې وړاندې خپور شو چې بریالی هم شو او د نوموړي اداکاري د خلکو له لورې خوښه شوه او دغه فلم له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۰ زېږدیز کاله پورې د رامنځته شوو اقتصادي بحرانونو په اړه جوړ شوی دی.

په دې اړه امیتاب بچن یو ټویټ کړی چې له مخې یې د خپل زوی ستاینه کړې او ویلي یې دي چې زما غوره زویه زه ستا په بریا ویاړ کوم او کله چې مو زوی ستاسې بوټونه پر پښو کړي نو بیا هغه ستاسو زوی نه بلکې ملګری جوړېږي.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …