کورپاڼه / روغتيا / آیا د ټولنیزو رسنیو استعمال په ځوانانو کې د خپګان کیفیت پیدا کوي؟

آیا د ټولنیزو رسنیو استعمال په ځوانانو کې د خپګان کیفیت پیدا کوي؟

که چېرته پر ځوانانو د ټولنیزو رسنیو د اغېزو خبرې کېږي، نو ویل کېږي چې دغه اغېزې مثبتې او منفي دواړه خواوې لري، یعنې فیسبوک، ټویټر، انستاګرام او د سنیپ چیت په څېر پلیټ فارمونه د هغه ځوانانو لپاره ښه وي چې د یوازیتوب ښکار وي او داسې ځوانان ډېر وخت پر ذهني خپګان اخته وي، خو ترڅنګ یې ځینې ګټې هم لري خو په هغه صورت کې چې په دوامداره توګه استعمال نه شي.

د ټولینزو رسنیو په دوامداره توګه له استعمال سره منفي عادتونه زېږېږي او په داسې ډول په ټولنیزو رسنیو کې عادت اخلي چې پرېښودل یې ورته ستونزمن وي او د همدې ستونزې په سبب له حقیقي نړۍ او د روغتیایي فعالیتونو څخه لېرې کېږي، نو آیا ټولنیزې رسنۍ ځوانان په خپګان اخته کوي؟

د ځوانان لپاره د ټیکنالوژۍ د استعمال په اړه دا پوښتنه یو جنجالي پوښتنه ده، ځکه چې په دې اړه له څېړنو بېلابېلې پایلې لاسته راغلي، ځینې وایي چې د ټولنیزو رسنیو دوامدار استعمال عصبي سیستم د جنګ او جګړو پر لور اړوي او ترڅنګ خپګان، نه تمرکز، مخالفین ننګول او د نا آرامۍ ستونزې ډېروي.

یعنې له څېړنو معلومه شوه چې په ځوانانو کې د ټولنیزو رسنیو ډېر استعمال یې ذهني روغتیا اغېزمنوي. د یوې سروې له مخې ویل کېږي چې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال په ځانګړي توګه په ځوانانو او ښځو کې د خپګان ستونزې ډېرې شي، چې ترټولو لوی لامل یې د ټولنیزو رسنیو استعمال او سکرین ته ناسته په ګوته شوې.

له څېړنې څرګندېږي هغه کسان چې تر ډېره پورې په ټولنیزو رسنیو کې بوخت وي پر ذهني ناروغیو یې د اخته کېدو امکان ډېر وي، خو هغه کسان چې لوبې، ورزشونه او له ملګرو سره ناسته پاسته کوي د ذهني ستونزو امکان یې لږ وي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …