کورپاڼه / بېلا بېل / د موټر چلولو پرمهال د خوب ټال خوړل چې خطرناک هم تمامېدلی شي؛ حل یې څه دی؟

د موټر چلولو پرمهال د خوب ټال خوړل چې خطرناک هم تمامېدلی شي؛ حل یې څه دی؟

د کار کولو پرمهال وېده کېدل یوه طبیعي کړنه ده، چې ډېر وخت هغه کسان ورسره مخ کېږي چې په دفترونو کې کار کوي او لامل یې د خوب کمښت یا د غرمې له ډوډۍ وروسته مړاویتوب ښودل کېږي.

خو د موټر چلولو پرمهال خوب، کمزوري یا مړاوي کېدل ډېره خطرناکه کړنه ګڼل کېږي، ځکه چې د موټر چلولو پرمهال لږه غوندې تېروتنه هم د لویو پېښو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر په سعودي عربستان کې هم د موټر چلولو پرمهال د خوب په کولو لویې پېښې رامنځته کېږي. د یو راپور له مخې ویل کېږي چې په دې هیواد کې په ورځني ډول لس کسان د ترافیکي پېښو په سبب خپل ژوند له لاسه ورکوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د ورځې پرمهال د خوب ټالۍ خوړل ډېر سببونه لري، چې ځینې یې عبارت دي له د شپې تر ډېره ویښ پاتې کېدل، سم خوب نه کول، د خوب ګډوډي، ذهني او عصبي ستونزې او ځینې ځانګړي درمل.

دوی زیاتوي که چېرته غواړئ چې له یادې ستونزې ځان وژغورئ، نو خوب مو پوره کړې، پر وخت وېده شئ او که چېرته کوم ستونزه لرئ درملنه یې وکړئ او که چېرته له دې ستونزو سره بیاهم موټر چلوئ نو له بل موټر څخه باید ډېره فاصله ولرئ.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …