کورپاڼه / روغتيا / له لوړ فشار څخه څه ډول ځان وژغورو؟ آسانه طریقه یې دلته ولولئ

له لوړ فشار څخه څه ډول ځان وژغورو؟ آسانه طریقه یې دلته ولولئ

په عام ډول د منځني عمر کسان د وینې له لوړ فشار سره مخ وي چې بیا یې پر ژوند ژورې اغېزې هم پرېوځي خو دغه ناروغي چې څومره خطرناکه ده په هماغه اندازه ترې ځان ژغورل هم آسانه دي.

په دې اړه د کیلیفورنیا پوهنتون یوه څېړنه ترسره کړې چې له مخې یې ویل کېږي که چېرته په اوونۍ کې پنځه ساعته ورزش وشي نو په منځني عمر کې مو له لوړ څخه ژغوري.

یعنې که چېرته په ځوانۍ کې بدني فعالیتونه یا ورزش وشي نو په منځني عمر کې د لوړ فشار د ناروغۍ خطر کمېږي او باید و یې وایم چې د وینې لوړ فشار د فلج او زړه د حملې خطر هم ډېروي.

له یوې اوږدې څېړنې له مخې چې تر دیرش کلونو پورې له درې کلنې څخه تر اتلس کلنۍ پورې پنځه زره کسان تر څېړنې لاندې ونېول او د څېړنې پرمهال یې د دوی د ورزش عادتونه، ناروغۍ، سګریټ څکونه او د الکولو استعمال، لوړ فشار او د بدن وزن تر نظر لاندې ونیول شول.

له څېړنې معلومه شوه هغه کسان چې د ځوانۍ له شروع څخه یې په اوونۍ لږ تر لږه پنځه ساعته ورزس کاوه د لوړ فشار په ناروغیو یې د اخته کېدو خطر له نورو اتلس سلنه کم و.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …