کورپاڼه / روغتيا / د روژې په مبارکه میاشت کې د پوستکي له داغونو او ګونځو څه ډول ځان وساتو؟

د روژې په مبارکه میاشت کې د پوستکي له داغونو او ګونځو څه ډول ځان وساتو؟

د روژه له ګټو خو ټول خبر یو چې په نېولو سره بدني او روحاني ګټې ترلاسه کوو، خو که چېرته په همدې مبارکه میاشت کې د خوراک او څښاک اړوند له احتیاط څخه کار وانخلو نو روغتیا ته مو زیان رسولی شي.

د غذایي توکو په غلط استعمال سره ډېری کسان دا شکایت کوي چې پرمخ یې داغونه او ګونځې را څرګندې شوي دي، نو زموږ موضوع همدغه ده چې څه ډول به د پوستکي له داغونو او ګونځو څخه ځان ژغورو؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې ډېرې اوبه څښل د پوستکي او بدن لپاره زیانمن نه وي، څومره اوبه چې څښلی شئ و یې څښئ، خو دا چې اوسمهال د روژې مبارکه میاشت راغلې نو دغه میاشت زموږ د روغتیا د ښه کولو یوه ښه موقع ده.

ډېری کسان وایي چې زما پوستکی غوړ لري نو د (مویسچرایزر) استعمال راته ښه نه دی، چې دغه ډول فکر یو غلط فکر ګڼل کېږي، نو که چېرته د مخ او لاسونو له مینځلو وروسته مویسچرایزر استعمال کړو نو پرمخ به مو کوم داغ یا ګونځي نه وي او ترڅنګ د (سن بلاک) استعمال هم اړین دی.

دغه د روژې په میاشت کې ډېری خلک په ډېره مینه او شوق سره د چرګ غوښه خوري، خو روغتیایي کارپوهان بیا له دې عادت څخه د ډډې کولو لارښوونه کوي، ځکه چې دا ډول خواړه د روژې نېول ستونزمنوي او د مالګې ډېر استعمال مو پوستکی زیانمنوي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …