کورپاڼه / جالب / په مصر کې په ماښامي او پیشلمي کې اوس هم د توپ ډز کېږي

په مصر کې په ماښامي او پیشلمي کې اوس هم د توپ ډز کېږي

په مصر کې د روژه نېوونکو د خبراوي لپاره په پیشلمي او ماښامي کې د توپ استعمال د صلاح الدین ایوبي له وخته راروان دی، خو له تېرو دیرشو کلونو راهیسې توپ خراب شوي و، چې اوس یو ځل جوړ او پخوانی دود را ژوندی شو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په مصر کې د صلاح الدین ایوبي په کلا کې یو توپ نصب شوی، چې په وسیله یې له ۱۴۶۷ کال راهیسې د ماښامي او پیشلمي په وخت ترې ګولۍ وارېږي یا ډز کوي، چې د آواز په اورېدو یې روژه نېوونکي ماښامی او پیشلمی کوي، خو له تېرو دیرشو کلونو څخه توپ خراب پورته و چې اوس جوړ شوی دی.

د مصر دغه تاریخي توپ په ماښامي او پیشلمي کې د پخوانیو دودونو د ژوندي ساتلو یوه نښه یا علامه ګڼل کېږي، چې په نوې ټیکنالوژۍ سره بیا جوړ شو.

د ډز یا ګولۍ د وارولو پر وخت له توپ څخه د پیشلمي یا روژه ماتي پرمهال تر لېرې پورې ښکاره کېږي.

ددې توپ په اړه یو بل روایت داسې دی چې دغه توپ د خدیوي اسماعیل لښکرو یا عسکرو ایښی و چې د تمریناتو پرمهال به یې استعمالوو، خیر که توپ د هر وخت وي خو مهمه یې داده چې پخوانی دود یې را ژوندی کړی.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …