کورپاڼه / هنر او کلتور / د درمندر د خرابې روغتیا په سبب د (اپنی ټو) فلم ثبت وځنډیده

د درمندر د خرابې روغتیا په سبب د (اپنی ټو) فلم ثبت وځنډیده

د (اپنی ټو) فلم ثبت د دویم ځل لپاره د افسانوي اداکار یا هنرمند درمندر د خراب روغتیایي حالت په سبب وځنډېده.

د بالیووډ پخوانی اداکار درمندر په ورځو کې له خپلو دواړو زامنو سني دیول او بابي دیول سره په ۲۰۰۷ کال کې د خپور شوی فلم د دویمې برخې په ثبت بوخت چې لارښوونه یې انیل شرما په غاړه اخیستې ده او ترڅنګ به د سني دیول زوی کرن دیول هم په فلم کې راڅرګند شي.

انیل شرما له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې روان میاشت یې د (اپنی ټو) فلم ثبت وځنډاوه او سبب یې د کورونا وایروس د قضیو زیاتوالی ښودل شوی او بله مهمه خبره یې دا کړې چې دوی ته د درمندر روغتیا اړینه ده.

انیل شرما زیاتوي چې د فلم د بیا پیلولو لپاره اوس وخت څه ویل به له وخته وړاندې خبره وي، ځکه چې په لومړیو کې د فلم ثبت په پنجاب کې ترسره کیده خو اوسمهال د کورونا په سبب یې ترسره کول ممکن نه دي او د فلم لومړۍ برخې به په لندن کې ثبت شي او له هغې وروسته به په ممبي او پنجاب کې هم ثبت شي.

د یادولو وړ دی چې په ۲۰۰۷ کال خپور شوي (اپنی) فلم کې له درمندر سره سني دیول، بابي دیول او ترڅنګ یې کترینا کیف او شلپا سیټي هم مرکزي رول لوبولي و.

دا هم ولولئ

هندي اداکاران

د کورونا له امله په ۲ اونیو کې د هند ۱۶ هنرمندان مړه شوي

په هند کې د کورونا دویمه څپه له کنټروله وتلې ده، روغتیايي سیسټم يې خلکو …