کورپاڼه / د کږو غاښونو له امله خاوند خپله ښځه طلاقه کړه
ښځه او خاوند

د کږو غاښونو له امله خاوند خپله ښځه طلاقه کړه

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): په هند کې يو سړي خپلې ښځې ته له دې امله طلاق ورکړ، چې غاښونه يې کاږه و، د ښځې په وينا پوليسو د هغې د خاوند پر ضد دوسيه ثبت کړه.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هند په حېدر اباد ښار کې دغه پېښه رامنځته شوې ده، چې خاوند يوازې له دې امله خپلې ښځې ته طلاق ورکړ، چې د ښځې غاښونه يې کاږه ول.

دغه ښځې، چې رخسانه بېګم نومېږي، په ځايي حوزه کې د خپل خاوند پر ضد دوسيه ثبت کړې ده، هغه وايي چې د ٢٠١٧ کال د جون په ٢٧مه نېټه يې د مصطفى په نوم کس سره واده شوى و، د خاوند کورنۍ ترې د ډېر ولور غوښتنه کړې وه او همدا راز ورته يې ويلي و چې سره زر به هم راوړي.

د هګو لپاره ښځې خپل خاوند پرېښود او انډيوال سره وتښتېده

خاوند خپله ښځه په قمار کې وبايلله

د خاوند ډېره مينه د طلاق سبب شوه

دغه ښځه په خپلو خبرو کې وايي، چې د سخر د کورنۍ په غوښتنه زما پلار دوى ته ډېرې شيان ورکړل، پېسې يې ورکړې او همدا راز سره زر يې هم ورکړل، خو د خاوند او د هغې د کورنۍ غوښتنې يې ورځ تر بلې زياتېدې او همدا راز دې ته به يې دړکې هم ورکولې.

رخسانه بېګم زياتوي، چې څو ورځې مخکې يې خاوند کور ته راغى او ورته يې وويل، چې ستا دا کاږه غاښونه مې بېخي نه دي خوښ او له همدې امله ستا سره خپله رشته نور ختموم. هغه وايي، زه يې تر ١٥ ورځو پورې په کوټه کې بنده کړې وم او کله چې مې حالت ډېر خراب شو، نو بيا يې د خپل پلار کور ته ولېږلم.

دغه ښځه وايي، چې له هغه وروسته پرې خپل خاوند تور پورې کړ، چې ما د هغه له مور و پلار سره بد اخلاقي کړې ده او راته يې طلاق راکړ، همدا راز په موبايل هم ورته خپل خاوند درې طلاقه ورکړل.

پوليسو د دغه ښځې په وينا د مصطفى پر ضد دوسيه ثبت کړې ده، په دغه دوسيه کې د ولور غوښتلو او په يو ځل د درې طلاقونو ورکولو تورونه ليکل شوي دي، ځکه په هند کې ښځې ته درې طلاقه ورکول جرم دى.

Loading...

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي ١٢ زره رنز

ويراټ کوهلي د سچن ټنډولکر، ريکي پونټينګ او کمار سنګاکارا ريکارډ مات کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي د نوموتو پخوانيو لوبغاړو …