په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې د نېپال لپاره کوشل بهرټيل او اصف شېخ ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او نيدرلېنډز ته يې د ٩ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.
د درې هېوادونو ترمنځ د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د نېپال او نيدرلېنډز هېوادونو ترمنځ په کريتي پور کې ترسره شوه، چې په پيل کې نېپال پچه وګټله او نيدرلېنډز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
نيدرلېنډز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې باس دي ليد ٤١، سکاټ ايډورډز ٣٠ او پيټر سيلر ٢٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د نېپال له خوا سنديپ لاميچين ٢، سومپل کامي او شهاب عالم ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.
د ١٣٧ منډو هدف د نېپال لوبډلې په ١٥ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له خوا کوشل بهرټيل ٦٢ او اصف شېخ ٥٤ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نيدرلېنډز له خوا بيا جولين دي مى ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کوشل بهرټيل ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې په دې لوبه کې اصف شېخ، اريان دت، جولين دي مى، کوشل بهرټيل او شهاب عالم په لومړي ځل نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړه.
د درې اړخيزه شل اوريزې لوبلړۍ دويمه لوبه به د مالېزيا او نيدرلېنډز ترمنځ د اپريل په ١٨مه نېټه ترسره شي.