یو شرکت ادعا کړې چې د ننړۍ لومړنی هغه ځیرک موبایل یې جوړ کړی چې په ځانګړي توګه د ماشومانو لپاره ګټور دی او د (نووس) نوم یې پرې ایښی دی.
ویل کېږي چې دغه ځیرک موبایل په یو وخت کې هم ځیرک ساعت او هم د مصنوعي ځیرکتیا درلودونکی لوډسپیکر دی، 4G نیټ ورک سپورت کولی شي او د ویډیویي او غږیز زنګ وهلو او د ځیرک میسج کولو آسانتیا هم لري. دغه راز د والدینو له لورې د بندولو او بندېزونو آسانه هم لري.
نووس موبایل ماشومانو ته د ورزش کولو لارښوونه کوي او د مرسته غوښتلو پر وخت یوازې د یوې بټن په وهلو سره والدینو ته غږونه کوی.
بله مهمه خبره دا چې دغه موبایل کوچنیو لاسونو ته جوړ شوی او بیټري یې د نورو عادي موبایلونو په پرتله درې برابره کار کوي او بل په زړه پوری اړخ یې دادی چې دغه موبایل پرانیستل کېږي او سکرین ترې ایستل کېږي هم او د پټې یا تسمې په لګولو سره په ساعت بدلېږي.
او د ځانګړي سیستم په لرلو سره د ماشوم موقیعت هم په نښه کوي، که چېرته ماشوم په غلطه لار لاړ شي نو والدینو ته یې خبر ورکوي، سکرین یې کوچنی او د لمس ییا تچ وړ نه دی او قیمت یې ۱۹۹ ډالر ایښودل شوی دی.