کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د مجيب الرحمان غوره توپ اچونه، ممبۍ انډينز ١٥٠ منډې وکړې
مجيب الرحمان او راشد خان

د مجيب الرحمان غوره توپ اچونه، ممبۍ انډينز ١٥٠ منډې وکړې

مجيب الرحمان نن په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لپاره لومړۍ لوبه ترسره کړه او غوره توپ اچونه يې وکړه، همدا راز ممبۍ انډينز بيا د ١٥١ منډو هدف د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته وټاکه.

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) نهمه لوبه نن د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې ممبۍ د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې کوانټين ډي کوک ٤٠، کيرون پولارډ ٣٥ ناسوځېدلې او روهيت شرما ٣٢ منډې وکړې.

د سنرايزرز حېدراباد له خوا بيا مجيب الرحمان او ويجى شنکر ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې او خليل احمد ١ ويکټ واخيسته، همدا راز راشد خان کومه ويکټ ترلاسه نه کړه خو په ٤ اورونو کې يې ٢٢ منډې ورکړې.

د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان د سنرايزرز حېدراباد لپاره په اى پي ايل کې نن خپله لومړنۍ لوبه ترسره کوي، هغه تر دې مخکې د پنجاب کنګز لوبډلې لپاره لوبېده.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …