د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه چټک توپ اچونکي حميد حسن او افتاب عالم په روژه کې هم هره ورځ يو ساعت تمرين کوي، دواړه اوسمهال په جلال اباد کې دي.
حميد حسن چې له نړيوالو يو ورځنيو لوبو يې استعفا ورکړې ده، خو په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې اوس هم لوبېږي او وايي چې راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې به لوبېږي.
همدا راز افتاب عالم هم له ٢٠١٩ نړيوال جام وروسته په ملي لوبډله کې نه دى لوبېدلى او نړيواله شل اوريزه لوبه يې بيا په ٢٠١٨ کال کې ترسره کړې وه.
افتاب عالم په خپل ټويټر اکاونټ کې ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې پکې د هغه او حميد حسن تر څنګ شبير نوري او ځينې نور لوبغاړي هم ليدل کېږي.
افتاب عالم له دې عکسونو سره ليکلي: ((د روژې په دې مبارکې مياشت کې د خپل عبادت تر څنګ هره ورځ له حميد حسن سره يو ساعت تمرين کوو. له يوې خوا مو فيټنس ته ګټه لري او له بلې خوا مو ښه ساعت تېرېږي.))
نوموړى همدا راز مخکې ليکي: ((تمرين په ننګرهار کرکټ اکيډمۍ کې کوو، د هستي ګل عابد نه ډېره مننه چې په روژه کې يې موږ ته اکيډمي د تمرين لپاره تياره کړه.))
د روژې پدې مبارکې میاشت کې د خپل عبادت تر څنګ هره ورځ له حمید حسن سره یوساعت تمرین کوو.
له یوې خوا مو فیټنس ته ګټه لري او له بلې خو مو ښه ساعت تیریږي
تمرین په ننګرهار کرکټ اکیډی کې کوو ، د هستی ګل عابد نه ډېره مننه چې په روژه کې یې مونږ ته اکیډمي د تمرین لپاره تیاره کړه!#روژه pic.twitter.com/rxhzyBqZ43— Aftab Alam 55 (@aftabalam55786) April 17, 2021