کورپاڼه / بېلا بېل / هغه نجلۍ چې پرلپسې دوه اونۍ خوب کوي
نجلۍ

هغه نجلۍ چې پرلپسې دوه اونۍ خوب کوي

په اندونېزيا کې يوه داسې ١٧ کلنه نجلۍ هم ژوند کوي، چې هغه د يوې يا دوه ورځو لپاره نه، بلکې په پرلپسې ډول ١٣ ورځې خوب کوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ١٧ کلنه ايکا د اندونېزيا په کالي مانتن ايالت کې ژوند کوي، په ٢٠١٧ کال کې هغه مهال د خبرونو سرټکې وګرځېده، چې پرلپسې ډول ١٣ ورځې ويده وه.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په لومړي ځل ايکا يوه نيمه ورځ ويده شوې وه او په دويمه ورځ بيا هغه ٧ ورځې ويده وه، چې له هغه وروسته يې والدينو نږدې روغتون ته يوړه، خو ټول ټېسټونه يې نارمل و.

دغه نجلۍ بيا ٩ ورځې وروسته له خوبه رابېداره شوه، خو د ډاکټرانو په وېنا، هغه بيا هم ډېره کمزورې وه. تراوسه پورې ډاکټران په دې يقيني نه دي چې نوموړې څه ناروغي لري، خو وايي چې له نښو يې داسې ښکاري، چې هغه د هايپر سومنيا ناروغي لري.

هايپر سومنيا يوه داسې ناروغي ده، چې ناروغ ته پکې د ورځې ډېر زيات خوب ورځي، ډاکټران وايي چې دا ډول ناروغانو ته د ورځې په هره برخه کې خوب ورځي.

هايپر سونيا څه شى دى؟

د هايپر سونيا معنا دا ده چې د ورځې ډېر خوب ورځي يا ډېر وخت يې په خوب ضايع کېږي، د هايپر سونيا ناروغان هر وخت ويده کېداى شي، په ځانګړي ډول د کار په وخت کې يا هم د موټروانۍ پر مهال.

د ډېر خوب راتلل يا د ډېرې سستۍ لومړى حل خو دا دى چې خپل خواړه سم کړئ، همدا راز له ډاکټر سره بايد مشوره وشي او د هغوى له لارښوونې سره سم درمل وخوړل شي.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …