کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سنرايزرز حېدراباد کمزورې توپوهنه، دريمه ماتې يې هم وخوړه
سنرايزرز حېدراباد

د سنرايزرز حېدراباد کمزورې توپوهنه، دريمه ماتې يې هم وخوړه

سنرايزرز حېدراباد په دريمه لوبه کې هم ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه چې په وروستيو ٣ اورونو کې يې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او له دې سره يې په دريمه لوبه کې هم ماتې وخوړه.

د اى پي ايل نهمه لوبه د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد ترمنځ ترسره شوه، چې ممبۍ پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې کوانټين ډي کوک ٤٠، کيرون پولارډ ٣٥ ناسوځېدلې او روهيت شرما ٣٢ منډې وکړې.

د سنرايزرز حېدراباد له خوا مجيب الرحمان او ويجى شنکر ٢-٢ او خليل احمد ١ لوبغاړى وسوځاوه، راشد خان بيا په ٤ اورونو کې ٢٢ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې وانخيسته.

د ١٥١ منډو هدف په تعقيب د سنرايزرز حېدراباد ټوله لوبډله په ١٩.٤ اورونو کې د ١٣٧ منډو په جوړولو سره وسوځېده چې د ١٣ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له خوا جوني بيريسټو ٤٣، ډيويډ وارنر ٣٦ او ويجى شنکر ٢٨ منډې وکړې. د ممبۍ انډينز له خوا بيا ټرينټ بولټ او راهول چاهار ٣-٣، جسپريت پومرا او کرونال پانډيا ١-١ ويکټ واخيستې.

د يادولو وړ ده چې ممبۍ انډينز په دريمه لوبه کې دويمه بريا خپله کړه او په جدول کې تر ټولو مخکښه شوه، خو سنرايزرز حېدراباد بيا په خپلو درې واړه لوبو کې ماتې وخوړه.

د اى پي ايل ١٠مه او ١١مه لوبه به سبا د رايل چېلنجرز بېنګلور او کلکته نايټ رايډرز او د ډيلي کاپيټلز او پنجاب کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …