کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل نهمه لوبه: کيرون پولارډ، جوني بيريسټو، ټرينټ بولټ او ويجى شنکر جايزې ترلاسه کړې
جوني بيريسټو

اى پي ايل نهمه لوبه: کيرون پولارډ، جوني بيريسټو، ټرينټ بولټ او ويجى شنکر جايزې ترلاسه کړې

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) نهمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ١٣ منډو په توپير ممبۍ انډينز بريا خپله کړه.

په دې لوبه کې د ممبۍ انډينز لوبغاړي کيرون پولارډ ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.


د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې توپوهونکى جوني بيريسټو هم په لوبه کې ښه وځلېده، خو خپله لوبډله يې بريالۍ نه کړاى شوه، خو نوموړي بيا هم څلور جايزې ترلاسه کړې.

جوني بيريسټو د غوره کېچ، د سفاري سوپر سټرايکر، د CRED Power Player او Unacademy Lets Crack It Sixes جايزې ورکړل شوې.


د سنرايزرز حېدراباد لوبغاړي ويجى شنکر ته بيا د Upstox Most Valuable Asset جايزه ورکړل شوه او ټرينټ بولټ ته د Dream11 GameChanger لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.


د يادولو وړ ده چې په دغه لوبه کې مجيب الرحمان هم ولوبېده چې ٢ ويکټې يې ترلاسه کړې، خو راشد خان کومه ويکټ وانخيسته او دا د سنرايزرز حېدراباد دريمه لوبه وه، چې دريمه ماتې يې هم وخوړه.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …