کورپاڼه / بېلا بېل / کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ
کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي دي او له همدې امله هلته د بېکاره ځوانانو لپاره په کتارونو کې درېدل يو نوى کاروبار جوړ شوى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په کارابين کې د کيوبا په نوم هېواد هم يو له هغه هېوادونو څخه دى، چې د کورونا له امله پکې اقتصادي حالات ډېر خراب شوي دي.

په دغه هېواد کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر ګران شوي دي او هر ځاى د خلکو اوږده اوږده کتارونه ولاړ وي، په داسې کې بيا بېکارو ځوانانو په کتارونو کې درېدل هم په يو کاروبار بدل کړي دي.

د مارکو جيمز په نوم يو کس (چې په کتارونو کې د خلکو لپاره درېږي) وايي چې په دې اوږدو کتارونو کې درېدل د هر چا د وسې کار نه دى، په ځانګړې توګه بوډاګان او بيا د کورونا په دې حالاتو کې خو خطر لا ډېر شوى دى، نو ځکه په کتارونو کې د نورو خلکو لپاره درېدل يو ځانته کاروبار جوړ شوى دى.

مارکو جيمز رسنيو ته ويلي دي، چې هغه په يو دولتي شرکت کې کار کاوه، چې د مياتشې ورته ٢٨٠ کيوبن پېسې ورکول کېدې، چې شاوخوا ٩٠٠ افغانۍ کېږي، خو د کورونا له امله اوس دغه شرکتونه هم بند شوي دي.

نوموړى وايي، له بېکارۍ وروسته هغه دا کار پيل کړ چې د خلکو لپاره په کتارونو کې درېږي او د يو کس نه ٥٠ کيوبن اخلي، چې په اونۍ کې له ٧٥٠ څخه تر ١٠٠٠ کيوبن پورې پېدا کوي، خو د دې کار لپاره هغه سهار ٥ بجې د دوکان مخې ته ځان رسوي.

هغه وايي، کله چې ٩ بجې دوکان پرانيستل شي، نو شاوخوا دوه يا درې سوه کسان ورته په کتار کې ولاړ وي، که تاسې غواړئ چې يوه چرګه واخلئ، نو لږ تر لږه ٦ يا ٧ ساعته به ورته په کتار کې درېږئ.

مارکو هيله ښکاره کړې ده، چې د هېواد حالات به يې ډېر ژر بدل شي او هغه به د پخوا په څېر بيا ځلې خپله دنده ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …