کورپاڼه / خبرونه / نړيوال شل اوريز جام: هند د پاکستان لوبډلې ته وېزې ورکوي، خو له يوه ښاره به بهر نه وځي
پاکستان کرکټ ټيم

نړيوال شل اوريز جام: هند د پاکستان لوبډلې ته وېزې ورکوي، خو له يوه ښاره به بهر نه وځي

نړيوال شل اوريز جام سږکال په هند کې ترسره کېږي، چې پاکستاني لوبغاړو، ټيم منيجمينټ او خبريالانو ته د وېزو ورکولو ته راضي شوى دى، خو پاکستانۍ لوبډله به په يو ښار کې ساتل کېږي او له هغه ځايه د وتلو اجازه به ورته نه وي.

له ډېر وخت راهيسې د پاکستان کرکټ بورډ اى سي سي دې ته مجبوروله چې د هند نه بايد ورته مخکې له مخکې دا ضمانت واخلي، چې پاکستاني لوبغاړو، ټيمن منيجمينټ، خبريالانو او مينه والو ته به وېزې ورکوي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، نړيوال شل اوريز جام چې د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې په هند کې ترسره کېږي، د هند حکومت دې ته راضي شوى دى چې لوبغاړو، ټيمن منيجمينټ او خبريالانو ته وېزې ورکړي.

خو پاکستاني مينه والو ته د وېزو د ورکړې په اړه تراوسه پورې هېڅ نه دي ويل شوي او همدا راز ويل کېږي چې ښايي د پاکستان ټولې لوبې په کلکته ښار کې پلان شي او دا لوبډله له کلکتې څخه بهر ونه وځي.

نړيوال شل اوريز جام چې د افغانستان په ګډون ١٦ لوبډلې پکې برخه لري، ټولې به پکې ٤٥ لوبې وشي، چې په اکتوبر کې به پيل او پايلوبه به يې د نومبر په ١٥مه نېټه ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې په هند کې د کورونا ويروس پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي، خو د هند کرکټ بورډ له اى سي سي سره ژمنه کړې ده چې نړيوال شل اوريز جام به په هند کې ترسره کوي او ښايي تر سختو احتياطي تدابيرو لاندې ترسره شي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …