کورپاڼه / اسلام / کله چې معاذ بن جبل رضي الله عنه د یمن قاضي شو نو څه ډول پرېکړې به یې کولې؟

کله چې معاذ بن جبل رضي الله عنه د یمن قاضي شو نو څه ډول پرېکړې به یې کولې؟

حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه وایي چې زه رسول الله صلی الله علیه وسلم یمن ته د قاضي په توګه ولېږلم .او رانه یې وپوښتل چې ته به څه ډول پرېکړه کوي

حضرت معاذ رضي الله عنه وایي چې ما ورته وویل چې د الله تعالی په کتاب (قران کریم) به پرېکړه کوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل، که چېرته د الله تعالی په کتاب پرېکره صریحه نه وي؟

مخکې وایي چې ما ورته عرض وکړو چې بیابه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو پرېکړه کوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته بیا وفرمایل، که چېرته په سنت کې هم صریحه پرېکړه نه وي شوي؟

معاذ بن جبل رضي الله عنه وایي چې ورته مې وویل که چېرته په سنتو کې هم نه وي، نو بیابه پخپل نظر اجتهاد او قیاس کوم او کوتاهي یا کمی به نه راولم.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا واورېدل نو د معاذ بن جبل رضي الله عنه پر سینه یې لاس وواهه او و یې فرمایل، د الله تعالی شکر دی چاچې د رسول الله نماینده ته ددې خبرې توفیق ورکړ چې خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې خوښ دی.

دا هم ولولئ

ښځه له څه شي پیدا شوې او باید څه ډول چلند ورسره وشي؟

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: زما له لوري له ښځو سره د ښه …