نوازالدین صدیقي چې د (ریس)، (ګینګ آف واسیپور) او په نورو ډېرو فلمونو کې یې اداکاري ترسره کړې، د بالیووډ پر اداکارانو یې له نېوکو وروسته خپله د هغوی پر قدم، قدم کېښود.
نوازالدین صدیقي چې څو ورځې وړاندې یې له رسنیو سره د خبرو پرمهال د بالیووډ فلمي ستوري په دې تورن کړي ول چې مصنوعي اداکاري ترسره کوي، له یوې اوونۍ په بنګلور کې دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې نوازالدین صدیقي په دې موخه په بنګلور کې مېشت دی ترڅو د خپل ځان د ښکلي او ځوان ښکارېدلو لپاره درملنه وکړي.
د راپورونو له مخې ویل کېږي چې نوموړی له تېرو څو میاشتو د خپل راتلوونکي فلم (جوګیرا سارا را را) په ثبت بوخت دی او اوسمهال ددې لپاره چې ښکلی او ځوان ښکاره شي خپله درملنه (ډیټوکس) ترسره کوي.
بل لوري ته د نوازالدین میرمنې عالیه هم دا خبره مني او وایي چې: ((اوسمهال نواز د خپلې روغتیا او ښکلا په برخه کې ډېر حساس شوی او د همدې موخې لپاره یې د درملنې (ډیټوکسي فیکیشن) ترسره کولو پرېکړه کړې ده.))